د اسلامي هېوادونو ښارونه د رمضان په لمانځلو روښانه شول
د مبارک رمضان د میاشتې له رارسېدو سره يو وخت، د اسلامي هېوادونو ډېری ښارونه د سړکونو په سينګار، د دوديزو فانوسونو نصبول، د جوماتونو او عامه ځايونو په څراغانۍ سره د دې مياشتې د هرکلي لپاره تيار شوي دي. بازارونه او استوګنيزې سيمې ځانګړې فضا خپله کړې او خلک د روژې مياشت په خوښۍ او شوق پيل کړې ده.
په سعودي عربستان، مصر، قطر، سوريه، لبنان، ايران، پاکستان او اندونيزيا کې د رمضان ځانګړو سينګارونو ښارونو ته نوې ښکلا ورکړې ده. دا مياشت د روژې تر څنګ د عبادت د زياتوالي، د اړمنو د لاسنيوي او د ټولنيزې يووالي د پياوړتيا يوه موقع بلل کېږي.
په پاکستان کې، سره له دې چې د خوراکي توکو د بيې د لوړېدو اندېښنې شته، خو خلک د رمضان د اړتياوو د پېرلو لپاره بازارونو ته ورغلي دي. په کراچۍ او نورو ښارونو کې يو شمېر اوسېدونکي د نرخونو زياتوالی د لوړې انفلاسيون پايله بولي، هغه موضوع چې د کورنيو پر پېرود توان اغېز کړی دی.
په غزې تړانګه کې هم فلسطينيان، سره له محدودو امکاناتو، هڅه کوي چې د رمضان فضا ژوندۍ وساتي. ځينې اوسېدونکي د خالي سوډا بوتلونه په رنګه فانوسونو بدلوي، څو د ماشومانو لپاره رڼا او خوښي رامنځته کړي.
رمضان د اسلامي تقويم نهم او تر ټولو مقدس مياشت ده او د اسلام له پنځو اساسي ارکانو څخه يوه ګڼل کېږي. مسلمانان په ټوله نړۍ کې په دې مياشت کې له سهاره تر ماښامه له خوراک او څښاک ډډه کوي؛ روژه د سهار له سحري پېل او د ماښام له افطار سره پای ته رسېږي.




