د ایران سفارت د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پراخې همکارۍ غواړي

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت ویلي، چې چابهار بندر د کال تر شپږ میلیونه ټنه ډېر توکو د لېږدولو ظرفیت لري او کولای شي د ایران او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، د شهید بهشتي بندر کې د سیلوګانو، زېرمو، د سون توکو د زېرمې ټانکونو جوړول، او همداراز تر میلک پولو پورې د پټلۍ او سړکونو پراختیا، د ایران له مهمو هدفونو څخه دي، څو له افغانستان سره د توکو تبادله اسانه شي.
عليرضا بیکدلي، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست، تازه د چابهار له شهید بهشتي بندر او آزادې اقتصادي سیمې څخه د لېدنې پر مهال، له سیمهییزو چارواکو او یو شمېر افغان سوداګرانو سره کتلي او خبرې يې کړې دي.
په دغو لېدنو کې په ځانګړي ډول ټینګار شوی، چې د چابهار او میلک د پولو ترمنځ د توکو د لېږد بهیر باید ګړندی شي او همداراز د اوسنیو ترانزیتي خنډونو د لېرې کولو اړتیا ته اشاره شوې. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو اداره سره له دې چې د سیمې د ترانزیت د پراختیا ژمنې کړي، خو تر اوسه یې نهدي توانیدلي، چې له دې لارې مؤثره ګټه تر لاسه شي.




