امنیت او پېښېمهم خبرونه
په اسلاماباد کې د جمعې لمونځ پر مهال د شیعه جومات چاودنه

د اسلاماباد ښار په یوه جامع شیعه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې له امله یې یو شمېر لمونځکوونکي وژل شوي او ټپیان دي. دغه پېښه د سیمې اوسېدونکي وېرولي دي.
د لومړنیو معلوماتو او عیني شاهدانو د وینا له مخې، دغه چاودنه د یوه ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده. له پېښې وروسته خپرو شویو انځورونو ښودلې چې لسګونه کسان ټپیان شوي یا یې ژوند له لاسه ورکړی، خو تر اوسه د تلفاتو کره شمېر نه دی تایيد شوی.
ځايي سرچینې وايي، د مرستو او امنیتي ځواکونو ډلې د چاودنې له رامنځته کېدو لږ وروسته سیمې ته رسېدلي او د ټپیانو د لېږد بهیر روغتیايي مرکزونو ته پیل شوی دی. د ځینو ټپیانو حالت نازک بلل شوی دی.
تر د دې خبر د خپرېدو پورې، هېڅ وسلهوالې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی او اړوند چارواکو د پېښې د څرنګوالي او عاملانو د معلومولو پيل کړی دی.




