مهم خبرونهنړیوال

په اسلام‌اباد کې څلور اړخیزه ناسته؛ د سعودي، مصر، ترکیې او پاکستان هڅې د جګړې د درولو لپاره

د مصر، ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په اسلام‌اباد کې په یوه څلور اړخیزه غونډه کې د ایران او د امریکا ترمنځ د جګړې پایلې او د هغې د سیمې پر وضعیت اغېزې وڅېړلې او د ژر تر ژره د تاوتریخوالي د کمولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې خبرو اترو تمرکز د شخړې اقتصادي اغېزې او د هغې د سیمې پر ثبات اغېزو ته وو.

په غونډه کې بدر عبدالعاطي، محمد اسحاق دار، هاکان فیدان او فیصل بن فرحان د سیمې د پوځې کړکېچ او د هغه د مهار لپاره د شویو هڅو په اړه نظریات تبادله کړل. د قاهرې په وینا، د غونډې ګډونوال د شخړې پراخ اقتصادي پایلې او د نړيوالې سمندري تګلارې پر احتمالي اغېزو هم خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې څلور هېوادونه به خپل همغږي او نږدې سلا مشورې ته ادامه ورکړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د روانې کړکېچن وضعیت د حل یوازینی اغېزمنه لار د دیپلوماتیکو حل لارو موندل او د خبرو اترو له لارې د تاوتریخوالي راکمول دي. نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ چې باید د سیمه‌ییزې ګډې امنیتي مفکورې د پیاوړتیا او د عملي اجرایي میکانیزمونو د جوړېدو لپاره یوه هراړخیزه سیمه‌ییزه طرحه جوړه شي.

دغه ډیپلوماتیک خوځښتونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته، د امریکا او اسراییلو د ګډو بریدونو په پایله کې د ایران او واشنګټن ترمنځ شخړې زور اخیستی او په سیمه کې یې پراخې اندېښنې راولاړې کړې دي. د سیمې ډېری هېوادونه هڅه کوي د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي او د جګړې د پای ته رسولو لار ومومي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د ترکیې او مصر له بهرنیو چارو وزیرانو سره په لیدنه کې یې د “بیړنیو ګډو هڅو” پر اړتیا ټینګار کړی ترڅو جګړه پای ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړې چې اسلام‌اباد غواړي د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په منځ کې د سیمې د کړکېچ د راکمولو لپاره دیپلوماتیک مسیر پیاوړی کړي او له سیمه‌ییزو شریکانو سره همغږي د خپلې فوري لومړیتوب برخه بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار هم ویلي چې څلور هېوادونو د جګړې د “ژر او دايمي پای” د راوستلو په لارو چارو خبرې کړې دي. د هغه په وینا، ټولو لورو د پاکستان د منځګړیتوب هڅې ستایلي دي او چین هم په اسلام‌اباد کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي خبرو د کوربه‌توب له نوښت څخه ملاتړ کړی دی.

پاکستان چې له ایران، امریکا او د خلیج له هېوادونو سره نسبتاً متوازنې اړیکې لري، په دې وروستیو کې د منځګړیتوب د یو مهم انتخاب په توګه یاد شوی دی. دا هڅې د دې لپاره روانې دي چې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیول شي او د سیمې ثبات وساتل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button