مهم خبرونهنړیوال
اسلاماباد د منځني ختيځ د جګړې د څلور اړخيزې ناستې کوربه کېږي

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، احتمال شته چې پاکستان به په راتلونکو ورځو کې د ترکيې، پاکستان، سعودي عرب او مصر د بهرنيو چارو د وزيرانو د ناستې کوربهتوب وکړي، چې موخه يې د منځني ختيځ د جګړې د روانو تحولاتو ارزونه ده.
د نړيوالو رسنيو د راپور له مخې، هاکان فیدان د ترکيې له خصوصي ټلوېزيون «اې خبر» سره په مرکه کې ويلي چې په پيل کې ټاکل شوې وه دا ناسته په ترکيه کې وشي، خو د پاکستاني چارواکو د داخلي بوختياوو له امله د ناستې ځای بدل شو.
د فیدان په وينا، پرېکړه وشوه چې دا غونډه په پاکستان کې جوړه شي او امکان لري چې د روانې اوونۍ په پای کې ترسره شي.
هغه زياته کړه چې دغه خبرې به د څلورو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په حضور کې وشي او تمرکز به يې د منځني ختيځ د جګړې پر اوسني حالت وي. تر دې دمه د غونډې د اجنډا په اړه نور جزييات نه دي خپاره شوي.




