د اسلاماباد محکمې د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا د نیولو حکم صادر کړ

یوې محکمې په اسلاماباد کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالت د وزیر اعلا، سهیل افریدي، د نیولو حکم صادر کړی دی. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې افریدي د رسمي رابلنې سره سره د محکمې د اورېدنې غونډې ته حاضر نه شو.
دغه قضیه هغو څرګندونو ته اړوند ده چې افریدي په نومبر ۲۰۲۵ کال کې کړې وې، په هغو خبرو کې ویل شوي وو چې د امنیتي ځواکونو لهخوا سپي جوماتونو ته راوستل شوي دي. قضایي ادارو دا څرګندونې ګمراه کوونکې بللې او د دولتي ادارو د باور د زیانمنولو په تور یې څېړنه کوي.
عباس شاه، چې د دې قضیې مسؤل قاضي دی، ویلي چې د تورن نهحاضري محکمې دې ته اړ ایستله چې د نیولو حکم صادر کړي. د هغه په وینا، محکمه اړ شوه چې دا ګام واخلي څو د افریدي حضور د قضایي بهیر په برخه کې تضمین شي.
د محکمې د څرګندونو له مخې، د دې قضیې راتلونکې اورېدنه د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه ټاکل شوې ده. دا موضوع په پاکستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د سیاسي او حقوقي کړیو پام یې د لوړپوړو چارواکو د مسؤلیتمنۍ پر مسئله رااړولی دی.




