اقتصادمهم خبرونه

په اسلام‌قلعه کې د ایراني ترانزیتي موټرو د ویزې لغوه کېدو ارزونه وشوه

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د هرات والي، نوراحمد اسلام‌جار د اسلام‌قلعه بندر د کتنې پر مهال، د ایراني ترانزیتي وسایطو لپاره د نویو اسانتیاوو د پلي کېدو څرنګوالی وڅېړل شو. دا اقدام د طالبانو د ادارې د پرېکړې پر بنسټ ترسره کېږي، چې له مخې یې د دغو وسایطو لپاره ویزه او رودپاس لغوه کېږي.

د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي، ویلي چې په دې سفر کې له اړوندو برخو مسؤلینو سره ناسته وشوه څو د دې پرېکړې د پلي کېدو لپاره د گمرک چمتووالی وارزول شي. د هغه په وینا، دا پرېکړه هغو ایراني مال‌وړونکو موټرو ته اړه لري چې د ترانزیت په برخه کې فعالیت کوي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې له شنبې ورځې څخه بهرني باروړونکي وسایط پرته له ویزې او رودپاس څخه د اسلام‌قلعه په پوله داخل شي، سوداګریز مالونه تخلیه کړي او بېرته خپل اصلي هدف‌ځای ته ستانه شي.

اسلام‌قلعه بندر د هرات لوېدیځ ته د افغانستان او ایران ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو لارو دی او هر ډول بدلون په مقرراتو کې کولای شي د دې لارې پر سوداګرۍ او ترانزیت اغېز ولري. سره له دې، د طالبانو اداره تر اوسه د څارنې د میکانېزم او د دې پرېکړې د اعتبار موده نه ده روښانه کړې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button