امنیت او پېښېمهم خبرونه

د داعش يو لوړپوړی غړی د ديورند کرښې ته نږدې د ترکيې استخباراتو نيولی دی

د دولتي اژانس انادولو د راپور له مخې، د ترکيې استخباراتي ځواکونو د داعش يو لوړپوړی غړی د ديورند کرښې ته نږدې نيولی دی. د سرچينې په وينا، دغه عمليات د ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو د انتحاري بريدونو د مخنيوي لامل شوی دی.

د راپور له مخې، نيول شوی کس «مهمت ګورن» نومېږي او د يوې پټې استخباراتي څېړنې په پايله کې پېژندل شوی او وروسته ترکيې ته لېږدول شوی دی. د ترکيې چارواکو تر دې دمه د عملياتو دقيق وخت او د افغانستان او پاکستان د امنيتي ادارو د همکارۍ په اړه جزئيات نه دي څرګند کړي.

انادولو زياتوي چې دا د ترکيې تبعه په ترکيه، افغانستان، پاکستان او ځينو اروپايي هېوادونو کې د انتحاري بريدونو په طرحه او تنظيم کې رول درلود. د سرچينې په وينا، د هغه نيول کېدل د داعش د جذب او جلب طريقو او د دغه ډلې د راتلونکو پلانونو په اړه مهم معلومات د ترکيې استخباراتو ته ورکړي دي.

داعش تر دې مخکې هم په ترکيه کې د څو خونړيو بريدونو مسئوليت منلی، چې يو يې په ۲۰۱۷ کال د نوي کال په لومړۍ ورځ په استانبول کې پر يوې شپې کلب ترسره شوی وو او لسګونه کسان پکې وژل شوي وو.

دغه پرمختګونه په داسې حال کې راپورېږي چې د افغانستان د طالبانو اداره څو ځله ادعا کړې چې داعش د ديورند کرښې هغې غاړې ته پټنځایونه او فعاليتونه لري، يو ادعا چې د سيمې د امنيتي بنسټونو د اندېښنې او بحث موضوع پاتې شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button