د راپورونو له مخې زرګونه د داعش غړي له الهول کمپ څخه تښتېدلي دي

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د استخباراتي ادارو د ارزونو پر بنسټ راپور ورکړی چې نږدې له ۱۵ تر ۲۰ زرو کسانو، چې د داعش ډلې غړي هم پکې شامل دي، له سوریې د الهول له کمپ څخه تښتېدلي او د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې خپاره شوي دي.
د روسیا الیوم د راپور له مخې، دې امریکایي ورځپاڼې د امریکا د چارواکو له قوله لیکلي چې له هغه وروسته چې کرد ځواکونه، چې د سوریې دموکراتيک ځواکونه بلل کېږي، له کمپ څخه ووتل او د جولاني د رژيم اړوند ځواکونه ور داخل شول، د سیمې امنیتي وضعیت په څرګند ډول کمزوری شو او د بندیانو د تېښتې زمینه برابره شوه.
الهول کمپ چې د حسکه ولایت په شمال ختیځ کې موقعیت لري، د داعش د غړو او د هغوی د کورنیو د ساتنې له تر ټولو لویو مرکزونو څخه شمېرل کېږي. دا کمپ په تېرو کلونو کې د نازک امنیتي وضعیت او د افراطیت د پراخېدو د اندېښنو له امله د نړیوالو بنسټونو د پاملرنې وړ ګرځېدلی و.
له دې وړاندې هم د فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې زرګونه بندیان توانېدلي له الهول کمپ څخه وتښتي او ځانونه عراق او ترکیې ته ورسوي. د دغه راپور له مخې، لا هم نه ده څرګنده چې د دوی د تېښتې په بهیر کې چا مرسته کړې ده.
همدارنګه، د سوریې ځینو سرچینو مخکې ویلي و چې د داعش اړوند د کورنیو سلګونه غړي د امریکا د پوځ د ځواکونو د سترګو مخې ته له دې کمپ څخه ووتل؛ دا ادعا د سیمې د امنیتي خلا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.




