مهم خبرونهنړیوال

د عراق په لوېديځ کې د داعش يو مهم مشر نيول شوی

د عراق امنيتي ځواکونو اعلان کړی چې د داعش ډلې يو مهم مشر د انبار ولايت په لوېديځ کې د يو هدفمند عملیات پر مهال نيول شوی دی.

د سيمه‌ييزو امنيتي سرچينو د وينا له مخې، نيول شوی کس په د داعش تشکيل کې د «د لوېديځې صحرا حاکم» په نوم پېژندل کېده او له کره تشخيص وروسته د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغی. دغه عمليات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې عمليات د نينوى ولايت د دښتي سيمو په محور کې طرحه او پلي شول، چې په نتيجه کې يې حمود الدليمي پرته له پراخې نښتې ونيول شو.

د سرچينې په وينا، الدليمي د داعش له پېژندل شوو او تعقيبېدونکو څېرو څخه و، چې په څو بريدونو کې يې د امنيتي ځواکونو او ملکيانو پر ضد برخه لرله. نوموړی د داعش د لومړۍ ډلې له غړو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button