په رقه کې د داعش او امنیتي ځواکونو تر منځ خونړۍ نښته

د سوریې سرچینو راپور ورکړی چې د داعش غړو د شمالي سوریې د رقه ښار لوېدیځې دروازې ته نږدې پر یوه امنیتي تلاشي پوست باندې برید کړی دی، چې له امله یې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی دی. د یوې امنیتي سرچینې په وینا، چې له سوریې تلویزیون سره یې خبرې کړي، بریدګر له نښتې وروسته وژل شوی دی.
دغه سرچینې زیاته کړې چې بریدګر د چاودېدونکي کمربند او لاسي بمونو څخه سمبال و او غوښتل یې د «السباهیه» پوستې میشت ځواکونه په نښه کړي. تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د قربانیانو د هویت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
په همدې وخت کې، داعش د «ابو حذیفه الانصاري» په نوم د خپل ویاند په استازیتوب یو غږیز پیغام خپور کړی دی، چې په کې یې د سوریې نوی حکومت «سکولار او مرتد» بللی او د هغه پر ضد یې جګړه اعلان کړې ده. په دې پیغام کې د «احمد الشرع» نوم هم یاد شوی او د هغه د سیاسي راتلونکي په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې داعش له دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق پراخې سیمې، په ځانګړي ډول د نینوا، صلاح الدین او الانبار ولایتونه ونیول، خو دغه ډله په ۲۰۱۷ کال کې په عراق او په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې له پوځي ماتې سره مخ شوه. سره له دې چې د دې ډلې اصلي جوړښت ړنګ شوی، خو پراکنده ډلو یې لا هم د تصادفي بریدونو له لارې د ځینو سیمو امنیت ګواښلی دی.
شنونکي وايي، د دمشق وروستي سیاسي بدلونونه ښايي د دې ډلو د بیا فعالېدو شرایط برابر کړي، هغه موضوع چې د سوریې ځینو برخو ته د بېثباتۍ د ستنېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.




