امنیت او پېښېمهم خبرونه

داعش د اسلام‌اباد د شيعه جومات پر خونړۍ حملې مسئوليت ومنه

د داعش ډلې په يوې اعلاميې کې د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد په يو جومات او حسينيه کې د تروريستي بريد مسئوليت منلی دی؛ بريد چې د سيمه‌ييزو چارواکو په وينا لسګونه کسان پکې وژل شوي او ټپيان دي.

د نړيوالو رسنيو لکه د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا پېښه پرون مازيګر د «خديجه الکبری» په جومات او حسينيه کې د مذهبي مراسمو پر مهال رامنځته شوې ده. د پاکستان امنيتي سرچينو د چاودنې پېښه تأييد کړې ده.

د اسلام‌اباد پوليس وايي، د دې چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپيان دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی او د ژغورنې ډلې هغوی نږدې روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د پېښې ځای د اسلام‌اباد په سوېل ختيځ کې د «ترلای» په سيمه کې موقعيت لري؛ هغه سیمه چې په تېرو کلونو کې هم د امنيتي ګواښونو شاهده پاتې شوې ده. دا بريد يو ځل بيا د مذهبي ځايونو د امنيت او د امنيتي ادارو د ناتوانۍ په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button