داعش د رقه په ښار کې د امنیتي پوستې د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست

د داعش ډلې اعلان کړی چې د سوریې په شمال ختیځ ښار رقه کې یې د «السباهیه» په نوم د یوې امنیتي پوستې پر وړاندې د وسلوال برید مسؤلیت منلی دی. دغه برید د جولاني رژیم اړوند ځواکونو په نښه کړي دي.
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، یو سوریایي امنیتي سرچینې ویلي چې د دې پېښې په نتیجه کې لږ تر لږه څلور تنه د جولاني رژیم اړوند ځواکونه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. دا برید د رقه ښار لوېدیځې برخې ته نژدې ترسره شوی دی.
د جولاني رژیم د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا د وروستیو ورځو په ترڅ کې په همدې سیمه کې دویم برید دی. د دې ادارې په وینا، په یوه بل برید کې چې یوه ورځ مخکې شوی و، یو بریدګر وژل شوی و.
له دې وړاندې هم داعش د پیغامونو په خپرولو سره د جولاني رژیم ته د بریدونو ګواښونه ورکړي وو. رقه د څو کلونو راهیسې د سوریې له هغو سیمو څخه شمېرل کېږي چې بېلابېلې وسلوالې ډلې پکې فعالیت لري.




