سياستمهم خبرونه

اسحاق دار: د طالبانو سره خبرې په سعودي عربستان کې بې‌پایلې پاتې شوې

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار څرګنده کړې چې له د طالبانو له ادارې سره په سعودي عربستان کې شويې خبرې هیڅ منطقي پایله نه لري؛ هماغه راز چې له دې وړاندې په قطر او ترکیه کې ترسره شوې مذاکرات هم بې‌نتیجې پاتې شوې وې.

نوموړي په یوې خبري ناستې کې ویلي اسلام‌اباد د افغانستان په اړه ښه نیت لري، خو یوازینی څرګند غوښتنه یې دا ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه‌کارول شي. د هغه په وینا، د امنیتي اندېښنو دوام د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه‌والي اصلي خنډ بلل کېږي.

اسحاق دار هیله څرګنده کړې چې د سراج‌الدین حقاني وروستۍ څرګندونې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي، خو ټینګار یې کړی چې تر دې دمه د طالبانو ادارې ځوابونه قناعت‌بخش نه‌دي او د وسله‌والو ډلو پر وړاندې هېڅ عملي او اغېزمن ګام نه‌دی پورته شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د یو شمېر دیني عالمانو وروستۍ فتوا هرکلی کړی، چې په هغې کې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د استفادې مخالفت شوی دی، او بیا یې له د طالبانو ادارې غوښتي چې له دغسې کړنو مخنیوی وکړي. ده ویلي ادعا کېږي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارېږي، او دا موضوع د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د ټکني کېدو یا درېدلو اصلي لامل ګرځېدلې ده.

پاکستاني چارواکو څو ځل ادعا کړې چې په پاکستان کې بریدونه د افغانستان له خاورې څخه د مېشتو وسله‌والو ډلو لخوا تنظیمېږي؛ خو د طالبانو اداره په وار وار دا تورونه رد کړي دي. سره له دې، منتقدان وايي د شفافیت او عملي اقداماتو نشتوالی لا هم دا اندېښنې ژوندي ساتي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button