مهم خبرونهنړیوال

عراق د ايران او امريکا د غيرمستقيمو خبرو هرکلی وکړ

د عراق د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ايران اسلامي جمهوريت او د امريکا متحدو ايالتونو ترمنځ د مسقط ښار کې روانو غيرمستقيمو خبرو هرکلی کړی دی.

په دې اعلاميه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، بغداد ټينګار کړی چې دغه خبرې کولای شي د تنشونو د کمېدو او د ډيپلوماټيکو اړيکو د پياوړتيا لپاره زمينه برابره کړي.

د عراق د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دغه هېواد له ټولو هغو هڅو بشپړ ملاتړ کوي چې د سيمې د ثبات، امنيت او د تنشونو د راکمول لپاره ترسره کېږي.

بغداد زياته کړې چې د سيمه ييزو اختلافاتو د حل لپاره خبرې اترې او ډيپلوماټيک حل لارې ډېرې مهمې دي او دا لاره د بحرانونو د شدت څخه د مخنيوي لپاره غوره وسيله ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button