مهم خبرونهنړیوال

عراق د سوریې څخه د داعش ۴۵۰ بندیانو ترلاسه کول تایید کړل

د عراق چارواکو اعلان کړی چې بغداد د سوریې له خاورې څخه د داعش ډلې ۴۵۰ تنه نیول شوي غړي ترلاسه کړي دي. د عراق د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په منځ کې یې د دې ډلې یو شمېر مشران هم شامل دي.

هاشم العلوي، د عراق د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د دغه هېواد رسمي خبري آژانس ته وویل چې د لېږد شوو کسانو شمېر د سوریې نږدې اوه زره داعش بندیانو په پرتله ‘محدود’ دی او زیاتره بندیان لا هم د سوریې په زندانونو کې ساتل کېږي. هغه زیاته کړه، لېږدول شوي کسان بېلابېلې تابعیتونه لري او تر ۴۰ ډېر مليتونه د هغوی په منځ کې ثبت شوي دي.

د علوي په وینا، له هغو بندیانو څخه چې عراق ته انتقال شوي، یو شمېر یې د عراق اتباع دي او بغداد په تېرو کلونو کې هڅه کړې چې د هغوی د انتقال بهیر ګړندی کړي. هغه ټینګار وکړ، هغه کسان چې جرم یې کړی، محکمو ته به وړاندې شي او هغه کسان چې تور پرې نه دی لګیدلی، د بیا روزنې مرکزونو ته به واستول شي او د هغوی حالت به وڅېړل شي.

دغه عراقي چارواکي څرګنده کړه چې د بغداد رسمي دریځ دا دی چې عراق د ټولو بهرنیو اتباعو د محاکمې ظرفیت نه لري او د هغو هېوادونو مسئولیت دی چې اتباع یې د داعش په لیکو کې شامل شوي. د هغه په وینا، عراق په تېرو کلونو کې څو ځله له دغو هېوادونو رسمي غوښتنې کړې دي چې خپل اتباع واپس واخلي، خو ډېرو هېوادونو مثبت ځواب نه دی ورکړی.

العلوي زیاته کړه، د عراق قضایي نظام یو څرګند حقوقي اصل پلی کوي چې پر بنسټ یې هر څوک — که عراقي وي او که بهرنی — که په عراق کې یې جرم کړی وي، په عراقي محکمو کې محاکمه کېږي، خو که جرم په بل هېواد کې شوی وي، نو د قضیې څېړنه باید د هغه د خپل هېواد په محکمو کې تر سره شي.

د دې وړاندې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د جنورۍ په ۲۱ مه نېټه اعلان کړی و چې د داعش بندیانو د انتقال عملیات یې له شمال ختیځ سوریې څخه عراق ته پیل کړي دي. سنتکام وویل، ۱۵۰ تنه له حسکه ولایت کې له یوه توقیف مرکز څخه عراق ته انتقال شوي دي. دغه بدلونونه وروسته له هغه رامنځته شول چې د الهول کمپ کنټرول بدل شو او په شمال ختیځ سوریه کې نښتې زیاتې شوې.

عراق په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې د داعش پر وړاندې بریالیتوب او د نیول شویو سیمو بیرته نیول اعلان کړل، خو د دغې ډلې پاتې شوني لا هم د هېواد په شمال، لویدیځ او ختیځ برخو کې فعال دي او کله نا کله بریدونه ترسره کوي، چې د امنیتي اندېښنو دوام رامنځته کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button