عراقي صدراعظم: د یونامي ماموریت پای ته رسېدل د ملګرتیا ختمېدو معنا نه لري

د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوترش سره په بغداد کې د یوې ګډې خبري ناستې پر مهال ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یونامي) پای ته رسېدل به د بغداد او ملګرو ملتونو تر منځ د همکارۍ او شراکت پای ته رسېدو معنا ونه لري.
السوداني د خپل هېواد د امنیتي وضعیت یادونه وکړه او ویې ویل چې عراق د خپلو وګړو د قربانیو له برکته پر تروریزم بریالی شوی. نوموړي دا لاسته راوړنه د عراق د خلکو او امنیتي ځواکونو د اوږدمهالو هلو ځلو او مقاومت پایله وبلله. هغه د یونامي له هیئت سره اړیکې “محوري” وګڼلې او له ملګرو ملتونو سره یې د متوازنې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
د عراق صدراعظم همداراز وروستۍ پارلماني ټاکنې د هېواد تر ټولو منظمې ټاکنې وبللې او ویې ویل چې د بغداد حکومت د سیمې او نړۍ د حساسو شرایطو په پام کې نیولو سره، یوه متوازنه تګلاره غوره کړې. نوموړي د عراق پخواني ولسمشر برهم صالح د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د کمېشنر په توګه ټاکنه وستایله.
په دې ناسته کې انټونیو ګوترش د عراق اوسنی وضعیت باثباته وباله او پارلماني ټاکنو له بریالۍ ترسره کېدو سره د دې هېواد خلکو او حکومت ته مبارکي وویله. ده زیاته کړه چې نړیوالې ټولنې د تروریزم پر وړاندې د عراق زړورتیا او پایښت لیدلي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې له عراق صدراعظم سره په خبرو کې د غزې وضعیت او د اوربند درناوي اړتیا هم ارزول شوې ده. د ګوترش په وینا، د ملګرو ملتونو هدف د عراق او د هغه د حکومت ملاتړ دی، او دا اداره د سوریې په الهول کمپ کې د عراقیانو د بیرته راګرځولو په برخه کې د بغداد د ژمنتیا قدرداني کوي. هغه ټینګار وکړ چې عراق نن یو عادي هېواد دی او نړۍ باید دا حقیقت ومني.




