امنیت او پېښېمهم خبرونه

عراق د سوریې څخه د داعش اړوند بندیانو شمېر او تابعیت اعلان کړ

د عراق د عدليې وزارت اعلان کړی چې ۵۷۰۳ بندیان چې د داعش ډلې پورې تړاو لري، له سوریې څخه عراق ته انتقال شوي دي. د دې وزارت د چارواکو په وینا، دا کسان د ۶۱ هېوادونو تابعیت لري او د دوی د ساتنې او دوسیو د څېړنې بهیر روان دی.

د وزارت ویاند احمد لعیبي ویلي، له دغو کسانو څخه ۴۲۵۳ تنه عربان او ۹۸۳ تنه غیر عربان دي. د ده په وینا، ۴۶۷ تنه عراقي او ۳۵۴۳ تنه سوریه‌وال دي.

لعیبي زیاته کړې چې د بغداد په الکرخ مرکزي زندان کې ځانګړې خونې د دغو کسانو د ساتلو او د هغوی د طبقه بندۍ لپاره تیارې شوې دي. دا طبقه بندي د هغو معلوماتو پر بنسټ ترسره کېږي چې د نړیوال ائتلاف غړي هېوادونه، لکه کاناډا، د امریکا متحده ایالات، بریتانیا، اوکراین، هند، استرالیا، بلجیم، ګرجستان او دنمارک، له عراق سره شریک کړي دي.

دغه عراقي چارواکي ویلي، د انتقال شوو بندیانو په منځ کې ۱۸۷ تنه د مراکش، ۱۶۵ تنه د ترکمنستان، ۱۸۱ تنه د ترکیې، ۲۳۴ تنه د تونس، ۱۳۰ تنه د روسیې او ۱۱۶ تنه د مصر اتباع دي.

د عراق د عدليې وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د نړیوال ائتلاف د غوښتنې په اساس پرېکړه وکړه چې دا کسان دې د تروریزم پر ضد مبارزې ادارې له لارې په شهید «محمد علاء» هوايي اډه کې تسلیم شي. د دوی انتقال د «ربیعه» سرحدي تېرېدونکې لارې له لارې او د ګډو عملیاتو قومندانۍ په همغږۍ ترسره شوی دی.

هغه همدارنګه ویلي، یو ګډ کمیټه چې د استخباراتي ادارې، ملي امنیت سازمان او نورو امنیتي بنسټونو له استازو جوړه شوې، د دې موضوع د څارنې لپاره رامنځته شوې ده، او قضايي کمیټې د قضیو د پرېکړو مسوولیت پر غاړه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button