اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو له ادارې سره تر هوکړې وروسته د ایراني باروړونکو موټرو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوه

د هرات ولایت د اسلام‌قلعه بندر کې د زرګونو ایراني باروړونکو موټرو له درېدنې وروسته، ایراني چارواکو ویلي چې د طالبانو له ادارې سره تر خبرو وروسته د دغو موټرو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوې ده. د تایباد ولسوال حسین جمشیدی د سه‌شنبې په ورځ ویلي، د «یوه پر وړاندې یو» پلان عملي شوی چې موخه‌یې د دوغارون بندر دواړو خواوو ته د مال وړونکو موټرو د تم ځنډ کمول دي.

د قوس میاشتې په پیل کې، د دوغارون د ګمرک رییس اسماعیل پورعابد راپور ورکړی و چې لږ تر لږه ۲۵۰۰ ایراني باروړونکي موټر د اسلام‌قلعه ګمرک کې درېدي دي. د نوموړي په وینا، دا تمېدنه د طالبانو د ادارې له خوا له کومې مشخصې دلې پرته شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو بهیر ته زیاتې اندېښنې پیدا کړې دي.

که څه هم د طالبانو له لوري تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند شوی، خو ایراني لوري دعوه کړې چې له ۶۰۰ ډېر باروړونکي موټر چې د ایران او عراق سون‌توکي‌یې لیږدول، د کیفیت د ادعاوو او د اړینو معیارونو د نه لرلو له امله درول شوي دي؛ هغه موضوع چې لا تر اوسه نه د طالبانو له لوري تصدیق شوې او نه رد شوې.

د تایباد ولسوال زیاته کړه چې د اوږدمهالو تمېدنو له امله ایراني چلوونکو ته په افغان خاوره کې جدي ستونزې پیدا شوې دي. د ده په وینا، د ستونزې د حل لپاره داسې ترتیبات نیول شوي چې چلوونکي وکولای شي بې د موټرو ایران ته ورداخل شي او پاتې موټرونه وروسته بېرته خپل هېواد ته ولیږدوي.

ښاغلي جمشیدي همداراز دوغارون بندر د ایران له مهمو رسمي لارې‌څنډو څخه وباله چې له افغانستان سره د اقتصادي مراوداتو لپاره کارول کېږي. هغه وویل چې د روان کال په نیمایي کې د دې لارې له لارې افغانستان ته د ایران صادرات زیات شوي دي. طالبانو اداره بیا د افغانستان له خصوصي سکتور سره لازمه همکاري نه ده کړې، کوم چې د دواړو هېوادونو په تجارتي بهیر منفي اغېز کړی او د اقتصادي اړیکو لا کمزوري کېدو ته‌یې زمینه برابره کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button