ایراني هکرانو د اسرائيل پخواني صدراعظم نفتالي بنت تليفون هک کړی

د اسرائيلي رسنيو د امنيتي سرچینو په حواله راپورونه وايي چې د اسرائيلو پخواني صدراعظم نفتالي بنت موبایل په يو سايبري برید کې هک شوی دی. د دغو راپورونو له مخې، امنيتي ادارې د پېښې اړخونه څېړي، خو تر اوسه پورې د خپرو شوو معلوماتو دقيق تائيد نه دی شوی.
د اسرائيلو کانال اوه او شبکې ۱۲ ادعا کړې چې دا سايبري برید د يوه ايراني هکرې ډلې له خوا ترسره شوی. په عین حال کې، د بنت دفتر ویلي چې اوسمهال ياد تليفون نه کارېږي، او تخنيکي او امنيتي پلټنې لا هم روانې دي.
دې ته ورته، يوې هکرې ډلې چې ځان «حنظله» بولي، په يوه اعلاميه کې ادعا کړې چې د «اختاپوس» په نامه عملياتو تر چتر لاندې يې د بنت شخصي تليفون ته لاسرسی پيدا کړی دی. دې ډلې دا يو بريالی سايبري عمليات بللی او ادعا يې کړې چې دا کار د اسرائيلي لوړپوړو چارواکو د معلوماتي امنيت کمزورې ښيي.
د دغې ډلې د ادعا له مخې، ياد تليفون يو آیفون ۱۳ و، او له هغه نه يې د تماسونو ليست، داخلي مکاتبات، د يو شمېر رسمي ليکونو مسودې، سياسي يادښتونه او شخصي انځورونه ترلاسه کړي دي. راپور وايي چې يو شمېر اسناد د جولای ۲۰۲۵ پورې اړوند دي چې په هغو کې د دننه جوړښت اختلافات او د ځينو چارواکو ارزونې هم شاملې دي.
د حنظله ډلې وروسته له خبريالانو غوښتنه کړې چې د نورو معلوماتو لپاره دې د ایکس (پخوانی ټويټر) له لارې ورسره تماس ونيسي. سره له دې، تر اوسه اسرائيلي چارواکو د افشأ شوو اسنادو ريښتينولي نه ده تائيد کړې، او رسنۍ وايي چې پلټنې لا هم دوام لري.
نفتالي بنت د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۲ پورې د اسرائيلو صدراعظم و، او وروسته يې له واکه استعفا وکړه. د اسرائيلو رسنۍ، پرته له دې چې نېغه ادعا وکړي، وايي چې د ايران استخباراتي ادارې ښايي په ياد بريد کې دخيلې وې.




