ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

ایران د بهرنیانو لپاره د کاري ویزو ورکولو نوې طرحه پیل کړې

د ایران د کار وزارت چارواکي وایي چې د بهرنیو اتباعو لپاره د کاري ویزو ورکولو نوې طرحه پیل شوې، څو د مهاجرو کاري وضعیت ښه شي. د دې وزارت د بهرنیو اتباعو د کاري فرصتونو عمومي رئیس، علي باقري، ویلي چې اوس‌مهال شاوخوا ۴۴۰ زره بهرني اتباع قانوني توګه په ایران کې کار کوي، چې دا د هېواد د ټولې کاري قوا ۲.۵ سلنه جوړوي.

باقري زیاته کړه چې دغه طرحه د مهر میاشتې څخه پیل شوې، خو تر اوسه د نوو ویزو د ورکولو پام‌وړ شمېره نه ده ثبت شوې. د طرحې له مخې، کارکوونکی باید لومړی دنده د ایرانیو کارګرانو ته وړاندیز کړي او یوازې د داخلي قوې د نه شتون په صورت کې کولای شي کاري ویزه د بهرني تبع لپاره غوښتنه وکړي.

د باقري په وینا، سږ کال له پیله تر اوسه ډېر هغه بهرني اتباع چې غیرقانوني یې کار کاوه، له کار بازار څخه ایستل شوي. نوموړي وویل چې دغه شمېر تر ۵۰۰ زره پورې تنه وو چې د خدماتو، کرنې او صنعت په برخو کې فعال ول. خو کارفرمایان وایي چې په ځینو سختو کارونو لکه درنو جسمي کارونو یا محرومو سیمو کې ایرانی کارګر کار ته چمتو نه وي.

په افغانستان کې د طالبانو اداره په تېرو میاشتو کې د خلکو پر تګ راتګ سخت محدودیتونه لګولي. سره له دې هم، ایران د زرګونو افغانانو لپاره د کاري مهاجرت مهم مقصد پاتې شوی دی. باقري وویل چې بهرني کارکوونکي نسبت ایرانیانو ته ډېره موده په کار دوام کوي، خو بیا هم زیاتره یې ډېر ژر کار پرېږدي.

د ایران د کار وزارت چارواکي وایي چې د غیرقانوني کارګرو پر ضد کنټرول زیات شوی دی. د مختلفو میتودونو لکه منظم تلاشي او ګډو ګزمو په وسیله د احصایې او څارنې پروسه روانه ده، او که یو کارفرما غیرقانوني بهرنی کارګر ونیول شي، له حقوقي ستونزو لکه د خدماتو درول سره به مخ شي.

باقري وویل: کله چې کارفرما د کاري ویزې غوښتنه وکړی، له تایید وروسته د ایران بهرنیو چارو وزارت د مبدأ هېوادونو په قونسلي نمایندګیو کې د ویزې اسناد صادروي. تر ویزې اخیستو وروسته، تبع باید له کفالت دفترونو نه نهه میاشتو کاري کارت واخلي، او د موقتي اقامت موده به د مهاجرت پولیسو لخوا تمدید شي.

باقري همداراز یادونه وکړه چې کارفرمايان مکلف دي چې د خپلو بهرنیو کارکوونکو لپاره د ایران د کارګرو په څېر بیمه برابر کړي، او د پېښو بیمه هم د ټولو بهرنیانو لپاره لازمي ده.

سره له دې ټولو تدابیرو، په ایران کې د کارګرو لپاره غیرانساني حالات او حقوقي بې‌ثباتي د افغان کارګرو اندېښنې راپارولي. له دې سره، د طالبانو ادارې ناتواني د افغانانو لپاره د اجباري مهاجرت لاره نوره هم اسانه کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button