د ايران د بهرنيو چارو وزارت د «دروغين بيرغ عمليات» د احتمال په اړه خبرداری ورکړ

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د راتلونکو ورځو لپاره د «دروغين بيرغ عمليات» د احتمال يادونه وکړه او له ګاونډيو هېوادونو يې وغوښتل چې د امنيتي پېښو په اړه بېړنګه قضاوت ونهکړي. اسماعيل بقايي وويل، په اوسني پېچلي او تاوتريخجن حالت کې ممکن داسې کړنې طرح شي چې د ايران او د سيمې د هېوادونو تر منځ د اختلاف سبب شي.
هغه د دې ډول عملياتو د مخينې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ۱۹۵۴ کال «سوزانا عمليات» ته اشاره وکړه او ويې ويل، دا پېښه يو مستند بېلگه ده چې وروسته د اسرائيلو په نوم منسوبه شوه. د بقايي په وينا، په هغه وخت کې په مصر کې د بريتانيا اړوند تاسيساتو باندې بمبارۍ وشوې څو د مصر حکومت د دې کار مسئول وښودل شي او د بريتانوي ځواکونو د وتلو مخه ونيول شي. هغه زياته کړه چې دا عمليات وروسته افشا شول او يو شمېر کسان ونيول شول او ووژل شول.
بقايي زياته کړه چې څو کاله وروسته، په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې، د اسرائيلو چارواکو ومنله چې ياد عمليات همغږي شوي وو. هغه ادعا وکړه چې په تېرو لسيزو کې ورته پېښې هم رامنځته شوې دي خو د هغو مسئوليت نه دی منل شوی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د هغو راپورونو په اړه هم خبرې وکړې چې د موساد د مامورینو د نيول کېدو په اړه په سعودي عربستان او قطر کې خپاره شوي دي. هغه زياته کړه چې له دغو پېښو وروسته، د قبرس، ترکيې او اذربايجان پر لور د بېپيلوټو الوتکو او توغنديو بريدونه ترسره شول، خو د ده په وينا، د ايران وسلهوالو ځواکونو د دغو بريدونو مسئوليت رد کړی دی. بقايي وويل، ځينو احتمال ورکړی چې د بېپيلوټو الوتکو انحراف د تخنيکي ستونزو له امله وي، خو د ده په باور، د دروغين بيرغ عمليات احتمال هم مطرح دی.
ده ټينګار وکړ چې ايران هغه وخت چې هر ډول پوځي اقدام کړی، په رسمي ډول يې اعلان کړی او کله چې هېڅ رول نهوي لرلی، هغه يې په څرګنده رد کړی دی. بقايي له ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د دقت او هوښيارۍ سره د تحولاتو څارنه وکړي او له مخکې قضاوت ونهکړي.




