د ایران او امریکا د جګړې په دوهمه اونۍ کې د نفتو بیې نږدې ۳۰ سلنه لوړې شوې

نن سهار په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې نږدې ۳۰ سلنه لوړې شوې دي؛ دا زیاتوالی د ایران، امریکا او اسراییلو تر منځ د پوځي کړکېچ له زیاتېدو وروسته رامنځته شوی دی. د اویل پرایس د راپور له مخې، د شمالي سمندر د برېنټ هر بیرل تېل ۱۱۱ ډالرو ته رسېدلي او د امریکا د ویسټ تګساس تېل له ۱۰۹ ډالرو اوښتي دي.
دا بېسارې زیاتوالی په داسې حال کې ثبت شوی چې د منځني ختیځ له سیمې د نفتو د عرضې د ګډوډۍ اندېښنې ډېرې شوې دي. د ایران له لوري د تنگې هرمز تړل او د خلیج فارس په سیمه کې د نفتو د یو شمېر تاسیساتو زیانمنېدل، د بازار د بېثباتۍ اساسي لاملونه ګڼل کېږي.
دوه شپې وړاندې د تهران او کرج یو شمېر د نفتو ګدامونه د بریدونو هدف وګرځېدل. وروسته ایران اعلان وکړ چې د غچ اخیستنې په موخه یې د مقابل لوري یو شمېر د نفتو تاسیسات د توغندیو او بې پېلوټه الوتکو په وسیله هدف ګرځولي دي.
په ورته وخت کې راپورونه خپاره شوي چې له جګړې د پیل راهیسې، د ایران اسلامي جمهوریت وسلهوالو ځواکونو د کویټ، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین یو شمېر د نفتو تاسیساتو ته هم زیان رسولی دی. همدارنګه له تېرو شپو راهیسې داسې خبرونه خپاره شوي چې د سعودي عربستان د شیبه د نفتو تاسیسات هم په نښه شوي دي.
د انرژۍ د بازار کارپوهان وايي، د خلیج فارس هر ډول پوځي کړکېچ، چې د نړۍ د نفتو د لېږد یو له مهمو مسیرونو څخه دی، د نړیوالو بیو پر مستقیم اغېز کولو سربېره، د بازار د لا ډېرو بېثباتیو سبب کېدلی شي.




