دوهم سرلیکنظرونه

ایران او امریکا؛ د جګړې یا موافقې پر سر نوی تاوتریخوالی

شاوخوا ۴۷ کاله کېږي چې ایران د امریکا پر وړاندې ولاړ دی. دا سیالي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دوره کې، که د ده په پخواني دوره کې وه او که اوسني، خپل اوج ته رسېدلې ده.

داسې ښکاري چې د ټرمپ د واکمنۍ په موده کې د ایران او امریکا تقابل له ټولو پخوانیو دورو توپیر لري. په تېره دوره کې د ټرمپ په امر د ایران وتلی جنرال قاسم سلیماني په بغداد کې په یوه هوايي برید کې ووژل شو. له دې وروسته ایران د دغه برید د غچ اخیستو ګواښ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د امریکا اډې به په نښه کړي. ټرمپ په ټوکو سره د ایران مشر آیت‌الله خامنه‌اي ته ټویټ وکړ: «وویشه، ولې نه یې ویې!» لږ وروسته د امریکا عین‌الاسد پوځي اډه د ایران د توغندیو هدف وګرځېده، هغه لومړی ځل و چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا یوه پوځي اډه تر برید لاندې راغله. له دې سره د جګړې احتمال ډېر نژدې شو، خو بالاخره تاوتریخوالی یو ګام تر بشپړې جګړې مخکې ټيټ شو.

په اوسني پړاو کې هم ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته د تاوتریخوالي کچه لوړه کړه، ګواښونه او ضرب‌الاجلونه یې اعلان کړل. د خبرو او تاوتریخوالي ترمنځ، د جوزا په ۲۳مه سهار اسراییلو پر ایران برید وکړ او د ایران څو لوړپوړي پوځي چارواکي یې ووژل. اتلس ساعته وروسته، ایران د حیرانتیا په فضا کې پر تل‌اویو برید وکړ. د اسراییلو درې‌پړاوه دفاعي سیستمونه د بریدونو پر وړاندې نیمګړي پاتې شول او جزوي خنډونه یې جوړ کړل.

کله چې امریکا ولیدل اسراییل یوازې نه شي کولی پرمختګ وکړي او دواړه خواوې یو پر بل ورته اغېز کوي — سره له دې چې د ایران انساني تلفات ډېر وو — نو پخپله میدان ته راښکته شوه او د نړیوالو قوانینو خلاف یې د ایران اټومي تاسیسات بمبار کړل. وروسته، ټرمپ ادعا وکړه چې د خپلو «ښکلیو الوتکو» په مټ یې د ایران ټول اټومي تاسیسات له منځه وړي دي، هغه کار چې د ده په وینا د نړۍ هېڅ پوځ نه شو کولی ترسره کړي.

له دې جدي پېښې وروسته، ټرمپ یو ځل بیا د تاوتریخوالي تودوخه لوړه کړه. د ده د فشار لومړۍ مرحله رسنیزه وه؛ هم‌لاري رسنیو د ایران پر ضد د تبلیغاتو لړۍ پیل کړه. دویمه مرحله د عملي ګواښونو وه؛ د امریکا ناو آبراهام لینکن له خپل ناو‌ګروپ سره د ایران د اوبو پر لور خوځېدلی، او ورپسې ناو «جرالد فورد» هم ورسره ګډون وکړ.

په دې ګډوډۍ کې یو پټ حقیقت دا و چې وروسته امریکایانو په عمل کې ومنله چی د ټرمپ “ښکلیو الوتکو” د ایران د اټومي وړتیاوو له منځه وړلو توان نه درلود، ځکه که دا ادعا رښتیا وای، نو د بیا مذاکراتو اړتیا به نه وه.

اصلي موضوع ته راګرځو. ټرمپ د وېرې، رواني جګړې، رسنیو او عملي ګواښونو له لارې هڅه کوله له ایران څخه امتیاز واخلي. خو داسې ښکاري چې د ایران چارواکي د ټرمپ له ګواښونو نه دي وېرېدلي او د ټولو سناریوګانو لپاره چمتو دي.

اوس، د ایران قضیه او اصلي واقعیت بې له پوښښ وړاندې دی: هم جګړه او هم موافقه دواړه امکانات لري، هم ډېره لرې ښکاري او هم ډېره نژدې. که خبرې د دې لپاره وي چې ایران اټومي وسلې تر لاسه نه کړي او تضمیني لارې چارې ورته وټاکل شي، نو د یورانیم د غني کولو کچه کولای شي د برجام په اندازه یا لږه زیاته یا کمه وي. دا حالت د یو بریالي توافق امکان زیاتوي او د دواړو اړخونو د ګټې سبب ګرځي.

خو که د ایران د توغندیو پروګرام د خبرو اترو برخه شي، نو خبرې به حتمي ناکامې شي او جګړه به حتمي وي. دا جګړه به پراخه او ویجاړونکې وي، داسې جګړه چې ګټونکی به ونه لري او پایله به یې «باخت-باخت» وي. نو له دې سره تړلې خبره دا ده چې د خبرو مېز ته څه موضوع وړاندې کېږي، له هغې سره سم یا خو جګړه ډېره نژدې ده، یا موافقه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button