د امريکا او اسرائيل جګړه د ايران په ګټه روانه ده؛ تهران د عقل او محاسبې له مخې ګامونه اخلي

تر دې دمه چې د امريکا او اسرائيلو جګړه پر ايران د پنځمې اوونۍ پړاو ته رسېدلې، د جګړې ډګر تر ډېره د ايران په ګټه روان دی.
د ايران د توغنديو او بېپيلوټه الوتکو ځواک لاهم پر خپل حال ولاړ دی، د هرمز تنګي تړلی دی، او يمن خپله نظامي جګړه پر اسرائيلو پیل کړې ده؛ چې طبيعي ده د يمن د ګډون له امله به د سور سمندر او بابالمندب تنګی پر سمندري تګ راتګ اغېزه وکړي.
د بابالمندب او سور سمندر د سوداګرۍ ګډوډي به د نړۍ پر مالي او اقتصادي فشارونو ډېر اغېز وکړي او د امريکا عربي متحدان به د خپلو پاتې صادراتي لارو ډېره برخه له لاسه ورکړي.
د عراق او لبنان د مقاومت ځواکونو هم د خپلو ارزانه، له زر ډالرو کم بيې بېپيلوټه الوتکو له لارې داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې د اسرائيلي «مرکاوا» ټانکونو او د امريکا او اسرائيلو هيليکوپترو د ويجاړېدو صحنې ښيي. دا کار نه يوازې د مقاومت لاسته راوړنې څرګندوي، بلکې د جګړې د اقتصاد مهم اړخونه هم ښکاره کوي.
له بلې خوا، امريکا او اسرائيل د ايران پر مهمو بنسټيزو صنايعو بريدونه پيل کړي دي، چې د فولادو او سولهييزو هستوي تاسيساتو پر ضد ترسره شوي دي.
د امريکا د دې بريدونو له امله عام نظر دا تمه درلوده چې ايران به هم سمدستي د دښمن پر بنسټيزو تاسيساتو پراخې حملې وکړي، خو ايران په لومړي ګام کې د دښمن پر زېرساختونو د پراخو بريدونو پر ځای، د امريکا هغه پوځي اډه په نښه کړه چې د سعودي عربستان په منځ کې موقعيت لري. په دې بريد کې لږ تر لږه درې د تېلو ډکولو الوتکې او يوه اواکس الوتکه ويجاړه شوې ده. ورپسې، ايران پر هغو سيمو هم بريد وکړ چې د امريکايي ځواکونو د تجمع ځایونه دي، په شمول د کويت، دبي او د متحده عربي اماراتو ساحلي سيمې، چيرې چې څو د امريکايي ځواکونو د انتقال کښتۍ هم په نښه شوې دي. د امريکايي سرچينو په وينا، لسګونه امريکايي سرتېري په دغو بريدونو کې ټپيان شوي دي.
يوه پوښتنه دا راپورته کوي چې ولې ايران د زېرساخت پر زېرساخت غبرګون ونه ښود؟
شهيد ابومهدي المهندس ويلي وو: «بریا په جګړه کې د ګرمې جګړې او سوړې عقل ته اړتیا لري.»
د ده د وينا مانا دا ده چې په بشپړه جګړه کې بايد احساساتي نه، بلکې هدفمند او عاقلانه جګړه وشي؛ څوک چې د احساس په بنسټ جګړه کوي، د لا ډېرو ضربو خطر ورته شته.
تر اوسه د ايران لهخوا د جګړې د تودېدو طرحه او عملي ګامونه ټول د «سړې عقل» له مخې تر سره شوي دي. د ايران متحدينو د جګړې د ګډون څرنګوالی، د جګړې وسايل او د هغوی د کارونې وختونه ټول حساب شوي دي او هېڅ يو پرېکړه احساساتي نه ده.
د هرمز تنګي تړل، هغو کښتيو ته د تېرېدو اجازه ورکول چې د دښمن اړوند نه دي، د بېلابېلو سيمو تخليه اعلان، د هدفونو ټاکل، د بريد وسايلو ټاکنه، د خلکو لهخوا د لارو نیول او ټول هغه څه چې تر اوسه د ايران د ثبات لامل شوي، د عقلاني مديريت پايله ده. هر ځای چې زيان راغلی، هلته د احساساتي چلند نښې ليدل کېږي.
دښمن د زېرساختونو په نښه کولو سره، په حقيقت کې د خپلو زېرساختونو د ويجاړېدو اجازه ورکړې ده، خو دا زېرساختونه نه تېښته کولای شي او نه د وخت څخه تېروي، هر وخت چې ايران اراده وکړي، کولی شي هغوی په نښه کړي؛ په داسې حال کې چې د امريکا سرتېري او تجهيزات د ځای بدلولو وړتیا لري. امريکا هڅه کوي چې د ځمکني جنګ لپاره چمتووالی ونيسي، نو د هغوی ټکول د جګړې د پيل له وړاندې يو ستراتيژيک اقدام دی. له همدې امله د تېرې ورځې بريدونه تر ټولو منطقي اقدام ګڼل کېږي چې ايران ترسره کولای شو.
څه شک نشته چې د ايران پوځي بريدونه به د امريکا او اسرائيلو د ګټو اړوند زېرساختونه را مات کړي، خو په ګرم جنګ کې د هدفونو ترتيب بندي د سوړې عقل نښه ده.
سيد احمد موسوي مبلغ




