مهم خبرونهنړیوال

د ایران د ملګرو ملتونو استازولۍ: د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو اترو ته چمتو یو

د ایران د اسلامي جمهوریت دايمي استازولۍ په ملګرو ملتونو کې اعلان کړی چې تهران د متقابل درناوي او د دواړو لورو د ګټو په پام کې نیولو سره له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی. دغه دریځ د اوسني امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وړاندې شوی دی.

یادې استازولۍ په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې که فشار وارد شي، ایران به له خپل ځان څخه دفاع وکړي، او زیاتوي چې د هېواد احتمالي غبرګون به په داسې شرایطو کې «بې ساری» وي. په دغه پیغام کې له نورو جزیاتو پرته د ایران د مشروع دفاع حق ته هم اشاره شوې ده.

د ایران استازولۍ همداراز ویلي چې متحده ایالاتو د افغانستان او عراق په جګړو کې له اووه ټریلیونه ډالرو ډېر لګولي او زرګونه سرتېري یې له لاسه ورکړي دي؛ هغه جګړې چې پراخې سیمه‌ییزې پایلې یې درلودې.

دې څرګندونې وروسته له هغه شوې چې ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، که ایران د خبرو میز ته را و نه ګرځي، نو امریکا به پوځي غبرګون وښيي. خو د ایران استازولۍ یو ځل بیا د متقابل درناوي په چوکاټ کې د دیپلوماتیک حل د لومړیتوب په توګه ټینګار کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button