مهم خبرونهنړیوال

ايران د خليج فارس پر هېوادونو د ۵۶۴۴ توغنديو او ډرونونو د توغولو راپور ورکړی؛ امارات اصلي هدف و

د ترکيې د اناتولي خبري آژانس د معلوماتو له مخې چې د چهارشنبې تر سهاره راغونډ شوي، ايران په تېرو ۳۲ ورځو کې لږ تر لږه ۵۶۴۴ توغندي او بې‌پيالوټه الوتکې د اوو عربي هېوادونو پر لور، چې زياتره د خليج فارس په سيمه کې دي، توغولي دي. په همدې موده کې د دوو جنګي الوتکو يوه حمله هم ثبت شوې ده.

دا بريدونه د ۱۴۰۴ کال د حوت د نولسمې نېټې څخه پيل شوي او د ايران چارواکو دا د هغه څه پر وړاندې غبرګون بللی چې دوی یې د «د امريکا او اسرائيلو دوامداره تېری» بولي. تهران ټينګار کړی چې د دغو بريدونو موخه هېوادونه نه، بلکې د امريکا پوځي اډې او ګټې دي چې په دغو سيمو کې موقعيت لري.

د راپور له مخې، امارات تر ټولو ډېر بريدونه تجربه کړي او له هغې وروسته کويت، بحرين، قطر، سعودي عربستان او اردن راغلي دي. عمان بيا د نورو هېوادونو په پرتله لږ بريدونه ثبت کړي دي.

د اماراتو د دفاع وزارت ويلي چې له ايران څخه پر دغه هېواد ۴۳۳ بالستيک توغندي، ۱۹ کروز توغندي او ۱۹۷۷ بې‌پيالوټه الوتکې توغول شوي دي. د کويت پوځ هم ويلي چې ۳۱۲ بالستيک توغندي، دوه کروز توغندي او ۶۳۶ بې‌پيالوټه الوتکې یې کشف کړي دي. همدارنګه بحرين د ۱۸۲ توغنديو او ۴۰۰ ډرونونو د توغولو راپور ورکړی دی.

د قطر په اړه د موجودو معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۲۰۶ توغندي او ۹۶ ډرونونه توغول شوي، او د جګړې په څلورمه ورځ د دوو سوخو–۲۴ جنګي الوتکو پرواز هم ثبت شوی دی. خو د قطر چارواکو تر چهارشنبې سهاره وروستي شمېرې نه وې خپرې کړي.

سعودي عربستان هم نوي نهايي ارقام نه دي اعلان کړي، خو د دې هېواد د رسمي سرچينو او «الاخباريه» شبکې د معلوماتو پر بنسټ، لږ تر لږه ۶۵ توغندي او ۱۰۲۵ ډرونونه پر دغه هېواد توغول شوي دي.

جاسم البديوي، د خليج د همکارۍ شورا سرمنشي، د مارچ په ۲۶مه وويل چې له پنځه زره زيات توغندي او ډرونونه د شورا پر غړو هېوادونو توغول شوي دي، چې د ده په وينا، دا د ايران د ټولو بريدونو ۸۵ سلنه جوړوي.

په همدې حال کې، د ياد شويو هېوادونو دفاعي چارواکو ويلي چې نږدې ټول توغندي او ډرونونه نیول شوي او له منځه وړل شوي دي. خو ځينې نړيوالې رسنۍ لکه «نيويارک ټايمز» راپور ورکړی چې د امريکا يو شمېر پوځې اډې چې د خليج په څنډو کې موقعيت لري، سخت زيانمنې شوې او خپل پخوانی کاري توان يې له لاسه ورکړی دی. د تاوتريخوالي د کچې او د دفاعي سيستمونو د برياليتوب په اړه بېلابېلې روايتونه لا هم روان دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button