د ایران د علومو وزیر د طالبانو ادارې ته: پر نجونو د زدهکړو محدودیتونو ناوړه پایلې لرلای شي

د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوجۍ وزیر سیمایی صراف د طالبانو د لوړو زدهکړو له وزیر ندامحمد ندیم سره د لیدنې پر مهال اندېښنه ښودلې چې د افغانستان پر نجونو د زدهکړې دوامداره بندیز نه یوازې د خلکو ناخوښي زياتوي، بلکې د پراخو ټولنیزو اعتراضونو امکان هم زیاتوي.
سیمایی صراف دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ له ندامحمد ندیم سره د لیدنې پر مهال وکړې. د ایران د علومو وزیر زیاته کړه چې یو اړخیزې پرېکړې چې د ټولنې غوښتنو ته پاملرنه نه کوي، کولای شي ټولنه تر فشار لاندې راولي او نارضایتي پراخه کړي. هغه عدالت ته د پاملرنې او د ښځو د رول په اړه وویل: په دیني زدهکړو کې د ښځو او سړیو تر منځ هېڅ ذاتي توپیر نشته.
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې ایران د شرعي اصولو د رعایت تر څنګ، هلکانو او نجونو ته ګډو زدهکړو ته زمینه برابره کړې او د هېواد د نیمايي وګړو له زدهکړو محرومول ناممکن ګڼي. سیمایی صراف د افغانستان د زرګونو محصلینو شتون د ایران په پوهنتونونو کې د لوړ تعلیم د عامې لاسرسي نښه وبلله او له طالبانو یې وغوښتل چې د نجونو د تعلیم په اړه خپلې پالیسي بیا وڅیړي.
د ایران د علومو وزیر همدا راز خبرداری ورکړ چې که چیرې نجونې له زدهکړو محرومې پاتې شي، دا به په افغانستان کې پراخې ټولنیزې ناخوښۍ راولاړې کړي. نوموړي وړاندیز وکړ چې د افغانستانی ښځو لپاره دې د حضوري یا مجازي زدهکړو زمینه برابره شي، څو هغوی وکولای شي آن له خپلو کورونو څخه زدهکړې دوام ورکړي.
یاده لیدنه داسې مهال شوې چې ندامحمد ندیم د ایران علمي او مذهبي مرکزونه، په ځانګړي ډول د قم د مدرسو او حوزو د لیدنې لپاره رسمي سفر کړی دی. پر نجونو د زدهکړو بندیز د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د ګڼ شمېر اوسېدونکو له لوري سخت غندل شوی، خو د طالبانو اداره تر اوسه په دې خبره ټینګه ده چې له دې سیاست څخه به نه تېرېږي.




