سياستمهم خبرونه

ایران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ د جګړو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید له دیپلوماټیکو لارو چارو ګټه واخیستل شي.

بقایي د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) د وروستیو پېښو په اړه وویل چې په کابل کې د وروستیو بریدونو پر مهال د افغانستان د ګڼو وګړیو مرګ‌ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده. هغه د ملکي کسانو د وژل کېدو او د شتمنیو د ورانېدو له امله په “ګاونډي او مسلمانه هېواد” کې خواشیني څرګنده کړه.

د هغه په وینا، ایران چمتو دی چې د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د کمولو او د کړکېچونو د مهارولو په برخه کې هر ډول لازمې همکارۍ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان وګړي له مخکې هم د دوامدارو ناامنيو له امله زیانمن شوي دي. منتقدان باور لري چې د طالبانو اداره مسؤله ده چې د سرحدي شخړو له زیاتېدو مخنیوی وکړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو امنیت تأمین کړي؛ هغه موضوع چې په وروستیو میاشتو کې له جدي ننګونو سره مخامخ ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button