سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

ایران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره د منځګړيتوب وړاندیز کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په یوه تلیفوني تماس کې له امیر خان متقي، د دې ادارې له سرپرست سره، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې او ایران یې د یوه احتمالي منځګړي په توګه معرفي کړی دی.

په هغه بیان کې چې د طالبانو لخوا خپور شوی، راغلي چې تهران چمتو دی چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ لپاره فعاله او رغوونکې ونډه واخلي او د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي.

دغه تلیفوني اړیکه داسې مهال ترسره شوې چې څو ورځې وړاندې د ایران یوه لوړپوړي دیپلومات عباس عراقچي هم د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې له اسلام اباد او طالبانو څخه د خبرو دوام غوښتی وو.

په ورته مهال، امیر خان متقي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې اداره یې له نورو لارو چارو دیپلوماسي ته ترجیح ورکوي. نوموړي همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دریم پړاو خبرو اترو په نتیجه کې له رامنځته شوي بن‌بست ناخوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د پاکستان استازو په دې ناسته کې هیڅ مسوولیت و نه مانه، نو ځکه خبرې بې نتیجې پاتې شوې.

په داسې حال کې چې د افغانستان ختیځو پولو ته څېرمه د سیاسي اړیکو او شفافیت نشتوالی او د بې‌باورۍ زیاتوالی دوام لري، دا وضعیت د سیمې امنیت ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي. په دې شرایطو کې د ایران د منځګړيتوب غوښتنه ښايي د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو هڅه وي، خو که د طالبانو د ادارې یو اړخیزې تګلارې بدل نه شي، نو مؤثرو خبرو ته د رسیدو هیله لا هم روښانه نه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button