دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د ایران اندېښنه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو پر دوام اندېښنه ښودل شوې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ د دوامدارو سرحدي ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه ښودلې ده. نوموړي ویلي چې د دې هېواد د شاوخوا سیمو امنیتي بې‌ثباتي کولای شي د ټولې سیمې پر ثبات منفي اغېز وښندي.

اسماعیل بقایي دا څرګندونې د یک‌شنبې په ورځ، د قوس میاشتې په شپاړسمه، په یوه خبري ناسته کې په تهران کې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې ایران له دواړو هېوادونو سره فرهنګي او تاریخي اړیکې لري او هر ډول سرحدي شخړه کولای شي د سیمې پر نورو ګاونډیو هم ناوړه اغېزې ولري.

د بقایي په وینا، تهران له پاکستاني او افغان چارواکو سره په تماس کې دی او چمتو دی چې د خبرو اترو له لارې د شخړو د راکمولو لپاره منځګړتوب او همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د سرحدونو ارامي د ټولې سیمې هېوادونو په ګټه ده او ایران غواړي چې د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ اختلافات په سوله ییز ډول حل شي.

تحلیل‌ګر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتوالی نه یوازې ددغو دواړو هېوادونو امنیتي وضعیت اغېزمنوي، بلکې د نورو ګاونډیو په ځانګړي ډول د ایران اندېښنې هم ډېرې کړې دي. سره له دې چې د طالبانو اداره په سرحدي سیمو کې د بشپړ کنټرول ادعا کوي، خو راپورونه ښيي چې دواړو لوریو ترمنځ د سرحدي شخړو د حل لپاره اغېزمن میکانیزم شتون نه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button