مهم خبرونهنړیوال

ایران: د تهران غونډه کې د طالبان د استازو نه ګډون د اړیکو زیان نه رسوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د څانګې رییس ويلي چې د طالبانو د ادارې استازو نه ګډون د تهران په غونډه کې به د ایران او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو او روانو همکاریو ته منفي اغېز ونه ورسوي.

محمدرضا بهرامي د افغانستان په اړه د ایران د دریځ په اړه ویلي چې تهران د افغانستان د سیاسي او اقتصادي یووالي ملاتړ کوي او د دې هېواد ثبات د سیمې هېوادونو د ګډې همکارۍ پر بنسټ ممکن ګڼي.

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې، ښاغلي بهرامي همداراز ویلي چې د تهران له نظره، دا ډول غونډو کې د افغانستان د استازي ګډون کولی شوای د دې هېواد اړیکې له سیمه ییزو سیاسي او اقتصادي مرکزونو سره چټکې کړي، خو د افغانستان اړخ پرېکړه د درناوي وړ ده.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه، چې روسیه هم پکې شامله وه، د یکشنبې په ورځ، د قوس میاشتې پر ۲۳مه، په تهران کې جوړه شوې وه. د دغې غونډې موخه د افغانستان وضعیت ارزول او د سیمه ییزو لیدلوریو همغږي بلل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button