سياستمهم خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو معین له طالبانو سره د هلمند د اوبو حق‌الابه په اړه خبرې کړي

په داسې حال کې چې د سرحدي اوبو پر سر ترینګلتیاوې او ابهامونه دوام لري، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال، کاظم غریب‌آبادي، په کابل کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال او د هلمند د اوبو د کمیسار، مجیب‌الرحمن آخندزاده، سره لیدنه کړې ده.

د ایران د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې د هلمند د حق‌الابه، د هریرود د سیند د حقوقي وضعیت، د هامون بین‌المللي تالابونو او همداراز د دواړو خواوو ترمنځ د تخنیکي او حقوقي غونډو د جوړېدو موضوعات مطرح شوي دي.

ایراني سفارت همداراز اعلان کړی چې د هلمند د اوبو د کمیسارانو دېرشمه غونډه به ژر د ارزونې او څارنې په موخه په تهران کې ترسره شي، تر څو د ایران د حق‌الابه عملي ارزونه او تعقیب پکې وشي.

د طالبانو له لوري د اوبو د منابعو د کارونې او له ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړي ډول ایران، سره د دوی تعامل تل له پراخو داخلي او نړیوالو نیوکو سره مخ شوی دی. د شفافیت نشتوالی، د اوبو د منابعو د علمي مدیریت فقدان او د تاریخي تړونونو له پامه غورځول د سیمې له دېرشو او انساني خطرونو سره د اندېښنو لامل ګرځېدلي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button