د کابل په ګډ اقتصادي ناسته کې د ایران او طالبانو د بانکي اړیکو په پراخولو خبرې وشوې

د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران او افغانستان لوړپوړي چارواکي په یوه ګډ اقتصادي ناسته کې راغونډ شول ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړي.
په دې ناسته کې د ایران د خراسان رضوي ولایت لوړپوړي سیمهییز مقام غلامحسین مظفري، د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین، او د افغانستان د مرکزي بانک مشر نوراحمد آغا ګډون کړی و او دوی د بانکي اړیکو د پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ.
په دې ناستې کې یو له وړاندیز شویو موضوعاتو څخه دا وه چې د افغانستان بانکونه دې وکولای شي په دوهغارون آزاده اقتصادي سیمه کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله موقعیت لري، څانګې پرانیزي. دا کار کولای شي د سرحدي سیمو ترمنځ مالي راکړې ورکړې ته اسانتیاوې برابر کړي.
همداراز هغو ستونزو ته هم اشاره وشوه چې افغان صرافان، په ځانګړې توګه د هرات صرافان، د ایران له بانکي سیسټم سره په تعامل کې ورسره مخ دي. دواړو غاړو هوکړه وکړه چې د دغو ستونزو د حل لپاره تخنیکي او تخصصي خبرې دوام ومومي.
که څه هم دغه ناسته د نویو بانکي همکاریو دروازې پرانیزي، خو یو شمېر اندېښنې شته، ځکه چې په افغانستان کې د طالب ادارې لهخوا پر اقتصادي جوړښتونو د ولکې له امله یو خپلواک، شفاف او ازاد بانکي نظام نشته. د هر راز نړیوالې همکارۍ باید له شفافیت او دقیق نظارت سره ترسره شي ترڅو د افغانانو اقتصادي ګټې خوندي شي، نه دا چې دا همکارۍ د یوه غیرقانوني ډلې د واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره وکارول شي.


