دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

ايران د يو اسرائيلي F16 جنګي الوتکې د ویشتلو خبر ورکړ

د ايران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو اعلان کړی چې د نن سهار په لومړیو ساعتونو کې يو د اسرائيلو F16 جنګي الوتکه د هېواد د هوايي دفاعي سيستمونو له خوا ویشتل شوې ده. د دغه بنسټ په خپور شوي خبرپاڼه کې ويل شوي، پېښه د سهار په درې بجې او پینځلس دقیقو (۳:۴۵) رامنځته شوې ده.

د اعلامیې له مخې، دا جنګي الوتکه د اسرائیل وه او د سپاه د هوافضا ځواک د نويو دفاعي سيستمونو په وسیله کشف او په نښه شوې ده. چارواکو د پېښې د دقیق ځای او د الوتکې د عملې د برخليک په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

سپاه پاسداران همدارنګه زیاته کړې چې د وروستیو درې اوونیو په جګړو کې يې له ۲۰۰ څخه ډېر بېلابېل الوتکې، په شمول د بې‌پیلوټه الوتکو، کروز توغندیو، د تیلو انتقالوونکو الوتکو او پرمختللو جنګي الوتکو کشف او له منځه وړي دي. دغه نظامي ځواک دا پېښې د ايران د هوايي دفاعي سیستم د پیاوړتیا او د څار او رهګیرۍ د وړتیا د زیاتوالي نښه بللې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button