د ايران او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو په اړه ټليفوني خبرې وکړې

د ايران اسلامي جمهوريت او د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ټليفوني تماس کې د سيمې وروستي بدلونونه او د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې د حکامو شورا اړوند مسايل وڅېړل. دا ټليفوني تماس د ايران له لوري ترسره شوی و، او تمرکز يې پر دوه اړخيزو اړيکو او سيمهييز امنيتي وضعيت و.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، «سيد عباس عراقچي» او «سرګي لاوروف» د ترکيې او قطر په منځګړتوب د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستۍ اوربند توافق هرکلی وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د سيمې د ثبات لپاره بايد د ديپلوماسۍ له وسيلو زياته ګټه واخيستل شي، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان پر پوله. دا هغه سيمه ده چې په وروستيو کلونو کې وار، وار د سرحدي شخړو او تاوتريخوالي شاهده پاتې شوې ده.
دواړو چارواکو همدارنګه د لوېديځې آسيا روان حالات له فلسطيني-اسراييلي سولې بهير سره د تمرکز په ګډون وڅېړل او دا موضوع به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لارې تعقيبيږي. هغوی د اټومي انرژۍ د ادارې د حکامو شورا اوسنی وضعیت او د دې وضعې پر امنيت او نړيوالو اړيکو د احتمالي اغېزو ارزونه هم وکړه.
عراقچي او لاوروف د دوه اړخیزو همکاریو ځينو اړخونو ته هم اشاره وکړه او د ايران او روسيې ترمنځ پر جامع ستراتيژيک شراکت تړون، چې د اکتوبر په دویمه نافذ شوی، د بېقيد او شرطه پلي کېدو ټينګار وکړ.
دغه ټليفوني خبرې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت لا هم د سيمې د پايدار سولې پر وړاندې د يوه خنډ په توګه مطرح دی، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند راتلونکی له بېباورۍ سره مخ دی. د افغانستان نه شتون په دغسې توافقونو کې، د دغو خبرو اترو پر مشروعيت او فراګيرتيا جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.




