په ننګرهار کې د خوړو امنیت ملي کنفرانس پیل شو

د طالبانو د تحصیلات عالي وزارت وایي چې په هېواد کې د خوړو د امنیت او خوندیتوب اړوند درې ورځنی غونډه په ننګرهار ولایت کې پیل شوې ده. دا غونده نن د افغانستان د زراعت د علومو او ټکنالوژۍ په پوهنتون کې پيل شوې ده.
د دې وزارت ویاند، ضیاالله هاشمي ویلي چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه پوهندویان، څېړونکي، ساینسپوهان او د طالبانو د ادارې یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په دې کنفرانس کې ګډون لري.
ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې لسګونه علمي مقالې او څېړنیزې موندنې د خوړو د امنیت د ننګونو او د حل لارو په اړه وړاندې شي. د غونډې له پای ته رسېدو وروسته به موندنې وزراتونو او نورو مسؤلو ادارو ته د تطبیق لپاره وسپارل شي.
که څه هم علمي غونډې د مثبت اقدام په توګه یادیږي، خو طالبانو ته نیوکه کیږي چې د ملي مشارکت محدودولو او د خپلواکو علمي بنسټونو بندېدو له امله د علمي څېړنو د ملاتړ او د خوړو د امنیت د پیاوړتیا لپاره عملي لارو چارو په برخه کې له جدي پوښتنو سره مخ دي.




