اقتصادمهم خبرونه

ايران د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ د پراخېدو غوښتنه وکړه

د ايران د اورګاډي پټلۍ ادارې مشر اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي د افغانستان له لارې د اورګاډي شبکه پراخه کړي، څو له چين سره خپل رېل پټلۍ تړاو پياوړی او له هغه ځايه اروپا ته نښلول هم اسانه کړي. دا موضوع د جبارعلي ذاکري او ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت د اداري رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال، تر منځ د يوې ليدنې پر مهال راپورته شوه.

د رئيس الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر له خبرپاڼې سره سم، دا ليدنه نن ترسره شوه او دواړو خواوو پکې د اقتصادي اړيکو، تجارتي همکاريو او د ايران او افغانستان تر منځ د اورګاډي پټلۍ د پرمختګ په اړه خبرې وکړې. په دې غونډه کې د افغانستان جغرافيايي موقعيت د سيمې د يوه مهم ترانزيټي دهليز په توګه وڅېړل شو.

جبارعلي ذاکري په دې ليدنه کې ويلي چې ايران غواړي د افغانستان له ستراتيژيک موقعيت څخه په استفاده، يو نوی رېل پټلۍ مسير جوړ کړي څو له دې لارې له چين او بيا له اروپا سره ونښلي. هغه وړانديز کړی چې د دې پروژې د پرمختګ لپاره دې يوه ګډه کميټه جوړه شي او له اړوندو شرکتونو سره خبرې پيل شي.

په مقابل کې، ملا عبدالغني برادر څرګنده کړې چې شاوخوا درې کاله مخکې هم د دې پروژې اقتصادي ارزښت په اړه د ايران د مرستيال ولسمشر سره خبرې شوې وې او اړين معلومات ورته وړاندې شوي وو. ده ټينګار کړی چې د ګډې کميټې جوړېدل او د عملي کارونو ژر پيل به د پروژې په پرمختګ کې مرسته وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button