مهم خبرونهنړیوال

ایران او قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د قطر لومړي وزیر تر منځ په یوه تلیفوني تماس کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو مسله د بحث مهمه موضوع وه. دواړو خواوو د دغو دوو هېوادونو پر پوله د ناامنۍ او شخړو په زیاتېدو خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

دواړو لوړپوړو دیپلوماتانو د سیمې د هېوادونو تر منځ د همغږیو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ، څو وضعیت لا پسې خراب نه شي او د سولې د حل لارو زمینه برابره شي؛ داسې حل لارې چې شخړې کمې کړي او ثبات ته وده ورکړي.

په دغه تماس کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پېښو تر څنګ، د ایران او قطر بهرنیو چارو وزیرانو د تهران او دوحې تر منځ د دوه‌اړخیزو اړیکو په پراخېدو خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې په ټولو هغو برخو کې به همکاري زیاته کړي چې دواړه هېوادونه پرې ګډه علاقه لري.

د فلسطین مسله او په غزه کې وروستي تحولونه هم د خبرو بله مهمه موضوع وه. د دواړو هېوادونو دیپلوماتیکو مشرانو هوکړه وکړه چې د فلسطین د خلکو د ملاتړ او د دوی د مشروعو حقونو، په ځانګړي ډول د خپل برخلیک د ټاکلو حق، د دفاع لپاره به سلامشورې جاري وساتي.

په خبرو اترو کې دواړو خواوو پر دې ټینګار وکړ چې سیمه‌ییزه همغږي باید نوره هم پیاوړې شي څو له روانو بحرانونو سره مبارزه وشي.

دا دیپلوماتیک تماس داسې مهال تر سره کېږي چې طالبانو د پاکستان پر وړاندې د خپلو سیاستونو او د پولو په مدیریت کې د ناسمو کړنو له امله، وضعیت کړکېچن کړی او نه‌شي کولای د سرحدي سیمو امنیت تأمین کړي. د سیمې هېوادونو دریځونه کولای شي د تحولاتو پر لوري‌ ته مهم اثر ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button