سياستمهم خبرونه

د ایران ولسمشر د سیمه‌ییزو اړیکو د ښه‌والي خبر ورکړ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، د دې هېواد اړیکې له ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو، په شمول د افغانستان، په بېلابېلو برخو کې ښه شوي او د ایران بهرنۍ اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

هغه په ​​ایران کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د شته ننګونو سره سره، د ایران د نړیوالو اړیکو د ټینګولو او پراختیا بهیر دوام لري او تهران هڅه کوي چې د خپل سیمه‌ییزو همکاریو کچه نوره هم زیاته کړي.

د ایران ولسمشر هغه راپورونه بې‌اساس بللي چې د دغه هېواد د دولت په جوړښت او کړنو کې د کمزورۍ خبره کوي او ویلي یې دي چې دا ادعاوې له موجودو واقعیتونو سره برابرې نه‌دي.

ایران او افغانستان د ګډې پولو، تاریخي اړیکو او اقتصادي او ټولنیزو تعاملاتو له امله تل د یو بل تر اغېز لاندې پاتې شوي، او د دواړو هېوادونو د اړیکو بدلونونه د سیمې لپاره مهم بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button