ایران د مکوران سواحلو کې یو بهرنی نفتلېږدونکی کښتۍ نیولې ده

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک د جمعې په ورځ د عقرب میاشتې درېویشتمه نېټه، یوه بهرنی نفتلېږدونکې کښتۍ چې «تالارا» نومېږي او د مارشال ټاپوګانو بیرغ یې پورته کړی و، د مکوران د سواحلو په اوږدو کې ونیوله. د دغه ځواک په رسمي اعلان کې ویل شوي چې دا کښتۍ د غیرقانوني د پټرولیمي موادو د لېږد تور لري او له اماراتو نه د سینګاپور پر لور روانه وه.
د کښتۍ د نیولو موقعیت د اماراتو د سواحلو په خارو فکان سیمه کې، شل سمندري میل ختیځ ته راپور شوی. د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز (UKMTO) راپور ورکړی چې د کښتۍ مزل د ایران اوبو ته د اړولو له امله په سیمه کې یو امنیتي وضعیت رامنځته شو. درې وسله والې کښتۍ چې د ایران سمندري ځواکونو پورې اړه لري، یاده کښتۍ یې درولې او وروسته یې د عمان په خلیج کې نړیوالو اوبو ته بیولې ده.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک ویلي، دا عملیات د ایران د قضایي ادارو په امر او د چټک غبرګون ځانګړو واحدونو په همکارۍ، د جمعې په سهار ۷:۳۰ بجې ترسره شوي دي. ادعا شوې چې له پلټنو وروسته څرګنده شوې چې یاده کښتۍ ۳۰ زره ټنه غیرقانوني بار وړی و او د هغې اسناد له نافذه قوانینو سره سمون نه لري.
که څه هم د کښتۍ نیول رسماً د قاچاق پر ضد مبارزې په توګه اعلان شوي، خو یو شمېر سیاسي ناظران دا پېښه د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو سره تړلې بولي. د ځینو شنونکو په باور، د تالارا کښتۍ نیونه ښايي د ایران له لوري د هغو وروستیو بریدونو په غبرګون کې وي چې د فالکن کښتۍ د یمن سواحلو ته نږدې پرې شوې وې.




