د ایران پارلمان د ملي مهاجرت ادارې د جوړېدو مسوده تصویب کړه

د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۲مه، د ایران د پارلمان استازو د ملي مهاجرت ادارې د جوړېدو د قانون له ابتدایي موادو سره موافقه وکړه. ټاکل شوې ده چې دا اداره د مهاجرینو او بهرنيو وګړو د شتون، مدیریت او څارنې په موخه جوړه شي.
د دې قانون د لومړۍ مادې پر بنسټ، د ادارې عمومي جوړښت او تعریفونه ټاکل شوي دي. ملي مهاجرت اداره به د مهاجرینو سره تړلو پالیسیو د پلي کولو مسوولیت ولري، چې پکې پناهغوښتونکي، کډوال، بېځایه شوي کسان، قانوني او غیرقانوني مهاجرین شامل دي. همداراز، د مهاجرت د پالیسیو شورا به د یو مهم بنسټ په توګه د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ لپاره جوړه شي.
په دې مسوده کې “غیرقانوني مهاجر” هغه کسان بلل شوي چې یا بې له قانوني اسنادو ایران ته داخل شوي وي، یا هم د استوګنې د مهلت له پای ته رسېدو وروسته له هېواده نه وي وتلي. همداراز، موضوعات لکه د استوګنې شرایط، د بهرنیو وګړو پیژند کارت، د پناهغوښتونکو د ساتنې کمپونه او د موقتي استوګنې ښارګیو تعریف هم پکې شامل دي.
په ایران کې د مهاجرینو ترمنځ تر ټولو لویه ډله افغانان دي، چې ځیني یې د ناڅرګند حقوقي وضعیت سره مخ دي. سره له دې چې دا مسوده د مهاجرینو د شتون د تنظیم نیت لري، دا نهشي هېرېدلای چې د طالبانو حکومت د خپلو کړنو له امله د مهاجرت او پناه غوښتنې روانې څپې ته زور ورکړی دی. فشار، جګړه او د مدني آزادیو نقض ګڼ شمېر افغانان مجبور کړي چې له هېواده وتښتي.
سره له دې، د ایران اسلامي جمهوریت تر دې دمه پر دې نه دی توانېدلی چې د ډېرو افغان مهاجرینو لپاره د خوندي او انساني ژوند برابر شرایط رامنځته کړي. پېچلي قوانین او د هغوی انتخابي پليکېدل، د اقامت ترلاسه کولو او خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې ډېر خنډونه رامنځته کړي دي.




