نړیوال
د ایران سپاه د الخرج په اډه ګډ توغندي او ډرون برید کړی؛ د E-3 الوتکه ویجاړه شوې

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو سپاه د عامه اړیکو دفتر اعلان کړی چې د یوې ګډې توغندیزې او ډرون عملیات په ترڅ کې د سعودي عربستان د الخرج په هوایي اډه کې د E-3 ډول «اواکس» الوتکه په نښه شوې او د دې ادارې په وینا «په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده». په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا اقدام د هغو «دشمنانه کړنو» په ځواب کې شوی چې د سپاه له قوله د امریکا پوځ ترسره کړي دي. د اواکس الوتکې تر څنګ، د الخرج په اډه کې ځای پر ځای ځینې نورې الوتکې هم زیانمن شوې دي. د E-3 اواکس الوتکه د مخکیني خبرداري، هوايي څار او د هوايي عملیاتو د مدیریت لپاره کارېږي. د سعودي عربستان د الخرج اډه د دغه هېواد له مهمو نظامي تاسیساتو څخه ګڼل کېږي.




