مهم خبرونهنړیوال

راپورونه: د ایران توغندي د بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې لګېدلي

د نوي توغندیو د بریدونو د پيل سره هم‌مهاله، رسنیزو سرچینو خبر ورکړی چې د اسرایلو په بېلابېلو برخو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د راپورونو له مخې، لږ تر لږه یو توغندی په مستقیم ډول د بن ګوریون هوايي ډګر ساحې ته لګېدلی دی.

د مهر خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې دا پېښه د بن ګوریون هوايي ډګر د تاسیساتو نږدې رامنځته شوې ده. تر اوسه د تاوانونو یا احتمالي تلفاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

همدارنګه، داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د تل‌ابیب ښار او د یافا په سیمه کې د پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د المیادین شبکې ویلي چې په تل‌ابیب او شاوخوا سیمو کې له لسو څخه ډېرې چاودنې شوې دي.

په همدې مهال، ځینې عبري رسنیو ویلي چې د ایران توغندیو د تل‌ابیب په «بورات» نومي ودانۍ او یوې بلې نږدې ودانۍ کې هم زیانونه اړولي دي. د دې خبر تر خپرېدو پورې د اسرایلو چارواکو د حملو د زیانونو په اړه رسمي او وروستي جزئیات نه دي وړاندې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button