د ایران د نوې توغندیزو بریدونو لړۍ پر اسراییلو پیل شوه

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران له لوري د نوې توغندیزو بریدونو یوه لړۍ پر اسراییلو پیل شوې ده او د خطر زنګونه د دغه هېواد په ګڼو سیمو کې غږیدلي دي. د اسراییلو پوځ د دغو توغندیو توغول تائید کړي دي.
د اسراییلو د کورني جبهې د اعلامیې پر بنسټ، دا بریدونه څو دقیقې وړاندې پیل شوي او ورسره هممهاله په تلابیب او د دغه هېواد په مرکزي برخو کې د خبرداري زنګونه فعال شوي دي. د دغو سیمو اوسېدونکي پناهځایونو ته رابلل شوي دي.
رپوټونه وایي چې د خطر زنګونه د اسراییلو په جنوب او د غزې د پولو په اوږدو کې هم غږیدلي دي. همدارنګه د جنوبي نقب په سیمو، د تلابیب سویل اسدود ښار او د عسقلان په سیمه کې د خبرداري وضعیت اعلان شوی دی.
تر اوسه د زیانونو یا احتمالي تلفاتو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي. اسراییلي چارواکو ویلي چې د دغو بریدونو د ابعادو ارزونه روانه ده.




