مهم خبرونهنړیوال

ایران د اسرائیل په شمال کې د پوځي اهدافو د توغندیزو بریدونو خبر ورکړ

د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک عامه اړیکو اداره اعلان کړې چې د خپلو پوځي عملیاتو په دوام کې يې د اسرائیل تر واک لاندې سیمو په شمال کې ستراتېژیک او پوځي مرکزونه د توغندیزو بریدونو لاندې نیولي دي. د دې ادارې په وینا، دغه بریدونه د «وعده صادق ۴» د عملیاتو د اتیاوم څپې په چوکاټ کې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسرائیلي پوځ یو قوماندې مرکز، چې د شمالي پولو د عملیاتو د مشرتوب مسوولیت لري او د صفد ښار ته نږدې موقعیت لري، هدف جوړ شوی دی. تر اوسه د احتمالي زیانونو یا تلفاتو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي او خپلواکو سرچینو هم دا ادعاوې نه دي تایید کړي.

سپاه پاسداران ویلي چې دغه بریدونه د لبنان د حزب‌الله ډلې او د جنوبي لبنان د اوسېدونکو د ملاتړ په موخه ترسره شوي دي او دا د هغو عملیاتو پیل دی چې مخکې اعلان شوي وو. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د شمالي فلسطین او د غزې شاوخوا سیمې هم د راتلونکو بریدونو په لېست کې شاملې دي.

همدارنګه ویل شوي چې په تلاویو، کریات شمونا، بنی‌براک او د امریکا د متحدو ایالاتو پورې اړوندو ځینو پوځي اډو، لکه علی‌السالم، عریفجان، الازرق او شیخ عیسی کې هم د مایع او جامد سوځېدونکي توغنديو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button