مهم خبرونهنړیوال

اسراييلي رسنۍ: د ايران وروستي توغنديز بريدونه تر ټولو درانه بريدونه بلل شوي

اسراييلي رسني نن سهار راپور ورکړی چې د ايران د وروستي توغنديز بريدونو لړۍ، د دواړو لورو ترمنځ د جګړې له پيل راهيسې تر ټولو سخته او پراخه ده. د دغو راپورونو له مخې، په بئرالسبع، لويديځ النقب او د عراد په ښار کې څو چاودنې شوې او د اسراييل د مرکزي برخو يو شمېر سيمې هم په نښه شوې دي.

د اسراييلو رسنيو همدارنګه خبر ورکړی چې د دغه هېواد په مرکزي سيمو کې لږ تر لږه لس چاودنې اورېدل شوې دي. د دغو سرچينو په وينا، د خطر زنګونه په شاوخوا ۱۸۰ سيمو کې غږېدلي دي.

په عين وخت کې، د اسراييلو د پوځي سانسور د خپرونو محدوديتونو له امله د تلفات او زيانونو کره جزئيات لا نه دي خپاره شوي، خو ځينو رسنيو راپور ورکړی چې په دې بريدونو کې څو کسان ټپيان شوي دي.

د اسراييلو د سرچينو د راپور له مخې، د ايران يو توغندی د تل‌ابيب ښار ته لېدلی دی. ويل کېږي له دې پېښې وروسته د اسراييلو د کابینې غونډه درېدلې ده.

په عين حال کې، راپورونه خپاره شوي چې په کويت او بحرين کې د امريکايي ځواکونو اډې هم په نښه شوي دي. د دغو راپورونو له مخې، په دواړو هېوادونو کې د امريکا اړوندو اډو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button