مهم خبرونهنړیوال

د ایران د توغندیو بریدونه په اسرائیل کې د ۱۶۸۱ کسانو د ټپي کېدو لامل شول

د اسرائیل د روغتيا وزارت وايي، د ايران د «وعده صادق ۴» په نوم د توغنديو عملياتو له پيل راهيسې تر اوسه لږ تر لږه ۱۶۸۱ کسان په دغه هېواد کې ټپيان شوي دي. د وزارت په وينا، دا شمېرې د هغو بریدونو پورې اړه لري چې وروسته له هغې پيل شول چې امريکا او اسرائیل پر ايران رسمي جګړه اعلان کړه.

د الجزيرې د راپور له مخې، د «وعده صادق ۴» عمليات د حوت په ۹مه نېټه د سلګونو توغنديو پر لېږد سره د اسرائیل پر هدفونو پيل شول او د حوت په ۱۰مه سهار ته يې زور زيات شو. د رسمي سرچينو په وينا، دغه بریدونه لا هم روان دي.

په تازه پرمختګ کې ويل شوي چې د دې عملياتو څلورويشتم پړاو هم د اسرائیل پر پوستو پيل شوی دی. تر اوسه د تلفاتو او د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

په وروستيو ورځو کې د ايران او اسرائیل تر منځ پوځي تاوتريخوالی په څرګند ډول زيات شوی او د سيمې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button