مهم خبرونهنړیوال

د ايران د توغنديو بريد کې په تل‌ابیو کې درې ودانۍ ويجاړې شوې

د اسرایلو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د نن سهار د توغندیو د بريد له امله د تل‌ابیو په ښار کې لږ تر لږه درې ودانۍ په بشپړ ډول تخریب شوې او د ښار اصلي سړک چې شمال ته ځي، تړل شوی دی.

د الجزیره د راپور له مخې، د اسرایلو د تلویزیون د ۱۲مې چینل ويلي، دا برید د ویجاړۍ له پلوه د وروستیو کلونو له خورا سختو توغندیزو بریدونو څخه یو بلل شوی او پراخ مالي زیانونه یې رامنځته کړي دي.

د تل‌ابیو د پوليسو مشر څرګنده کړې چې هغه سیمې چې د توغندیو پاتې شونو پرې راپریوتي، د پام وړ زیانمنې شوې دي او د بیړني مرستې او امنیتي ډلې اوس هلته موجودې دي.

په ورته وخت کې، د اسرایلو رسنیو تایید کړې چې هغه لویه لار چې تل‌ابیو د دغه هېواد له شمالي سیمو سره نښلوي، د امنیتي وضعیت او د تاوان د ارزونې له امله د بلې خبرتیا تر اخیستلو پورې بنده شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button