د ایران د توغندي برید کې د امریکا E-3 Sentry استخباراتي الوتکه زیانمنه شوه

د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د توغندي له برید وروسته په سعودي عرب کې د شاهزاده سلطان پوځي اډه کې د امریکا د E-3 Sentry آواکس استخباراتي الوتکه زیانمنه شوې ده. د دې رسنۍ په وینا، دا لومړی ځل دی چې دغه ډول ګران بیه الوتکه د وروستیو پوځي کړکېچونو پر مهال له جګړې سره تړلی زیان ویني.
د راپور له مخې، دغه برید نه یوازې یادې الوتکې ته زیان رسولی، بلکې د اډې په څو نورو جنګي الوتکو یې هم اغېز کړی دی. د امریکا رسمي چارواکو تر اوسه د زیانونو د دقیقې کچې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د Boeing E-3 Sentry الوتکه چې په دغه پېښه کې هدف شوې، د امریکا او د هغې د متحدینو د هوايي ځواک له مهمو ستراتېژیکو شتمنیو څخه ګڼل کېږي. دا الوتکه په د شاهزاده سلطان امریکایي اډه کې ځای پر ځای شوې وه؛ هغه اډه چې په تېرو کلونو کې یې د سیمې په پوځي عملیاتو کې مهم رول درلود.
آواکس E-3 یوازې هوايي څارنه نه ترسره کوي، بلکې د الوتونکو د قوماندې او کنټرول د مرکز په توګه هم عمل کوي. دا سیستم د جګړې له ډګر څخه یو ټولیز انځور برابروي او د جنګي الوتکو د هدایت، هدف ټاکنې او د تعقیب ماموریتونو د مدیریت دنده ترسره کوي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه الوتکه کولای شي په یو وخت کې تر ۳۰۰ زیاتو هدفونو تعقیب وکړي. د ۲۰۲۶ کال لپاره د هرې داسې الوتکې بیه له ۵۳۰ تر ۶۰۰ میلیونو ډالرو ترمنځ اټکل شوې ده.




